خبرونهامنیت

په فراه کې په چاودنه کې درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل / د غوايي ۲۸ مه / باختر

په فراه کې د توغندي د یو ګولۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او ۲ نورټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا محمد مستغفرد باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغې ولسوالۍ په آب خرمایی سیمه کې یوې ګولۍ پر ماشومانو د لوبو پر مهال  چاودنه کړې له امله یو ماشوم وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ د پېښې ټپیان د درملنې په خاطر د هرات ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته