کابل، د ثور ۲۷ مه، باختر
په فراه کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې په اویا جریبه ځمکو کې کرل شوي بنګ واړول شول.
د پرچمن ولسوال مولوي فدا محمد وايي چې امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د دغې ولسوالۍ په نرغان، سرمشکان او جنغلا په سیمو کې په اویا جریبه ځمکو کې کرل شوي بنګ واړول.
سرچینه زیاتوي چې د عالیقدر امیرالمومنین له فرمان سره سم يې د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي چاره په جدیت سره را پیل کړې. په خبره یې، تر دې مهاله يې اویا جریبه ځمکه د بنګو له کرکیلې پاکه کړې ده.
په ورته وخت کې د فراه یو شمېر کروندګر هم مني چې د نشه يي توکر کرکیله ناوړې پایلې لري چې ډېر زیان یې عامو افغانانو ته او ګټه یې د نشه يي توکو بهرنیو او کورنیو قاچاق کوونکو ته رسېږي؛ خو له نړېوالو غواړي چې د نشه يي توکو د بدیل معیشت په برخه کې له افغان کروندګرو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت زعیم د یو فرمان له مخې، نه یوازې په فراه، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو کر کیله باندې بندیز لګولی دی.
ن/ر