خبرونهاقتصادټولنه

په فراه کې څو پلورنځي وتړل شول

 کابل/ د مرغومې ۲مه /باختر

په فراه کې څو پلورنځي له قانون څخه د سرغړونې په دليل وتړل شول

له  بله پلوه د څېړنې ټيم له دغو پلورنځيوڅخه ٦ ټنه بې کيفته خوراکي اوغير خوراکي توکي راټول او وسوځول.

د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټرمزمل باخترآژانس ته وويل: د فراه ښاروالۍ او د دوى رياست د څېړنې ټيمونه تل د فراه پلورنځيو څخه څارنه کوي.

هغه د پلورنځيو خاوندانو ته خبردارى ورکړ که چېرې د بې کيفته او تېر تاريخ خوراکي توکو او درملو په پلورنې لاس پورې کړي له دوی سره به قانوني چلند وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته