امنیت

په فراه کې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل/ د ليندۍ ٢٦ مه/ باختر
فراه ښارته څېرمه ٨ کلي پرون د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب باختر آژانس ته وویل چې د ظفر-۴۲ په نامه عملیاتوکې چې پکې د ملي اردو، ملي پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو ګډون لاره؛ فراه ښارته څېرمه د چاربرجک، ګرجي ها، قلعه زمان، دېګ فروشي، د غلام صدیق کلا، دهک، ریګي او د شوراب کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول.
هغه وویل چې په عملیاتوکې دښمن ته د سر زیانونه هم اوښتي دي چې تراوسه دقیق شمېر یې نه دی معلوم او د هغوی څو پټنځي له ټولو جنګي وسایلو سره يې له منځه تللي دي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته