کابل باخترد ثور اتلسمه :
دلوګر ولايت دعالمانو دشورا مرستيال تيره شپه په يو وسله وال بريد کې شهيد کړى شو .
دلوګر دوالي وياند شمشاد لاروى باختراژانس ته وويل چې دلوګر ولايت دعالمانو دشورا مرستيال مولوي امير جان چې دپل علم ښار دجامع جومات خطيب هم و ، ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند دپل خمندو په سيمه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو او شهيد کړى شو .
دلوګر والي محمدانور خان اسحق زي ديوې اعلاميې په خپرولو سره دلوګر ولايت دعالمانو دشورا دمرستيال وژل کيدل يوه ستره ضايعه وبلله او دغه بريد يې په کلکه وغندله .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ