امنیت

په فراه کې چاودنې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله ژوبله واړوله

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
په هغې موټربم چاودنه کې چې پرون مازیګر په فراه ښار کې وشوه، د یو ماشوم په ګډون ۲ تنه ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو پرون مازیګر شاوخوا ۵ بجې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د فراه ښار په یوه ګڼ مېشته ساحه کې د غلام صدیق کلا پوستې ته څېرمه واچاوه.
خبرځای زیاته کړه: په دې چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون دوه ملکیان ووژل شول او د پوځیانو، ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شول .
ډاکټرانو د څلورو ملکیانو روغتیایي حالت خراب بللی دی.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په فراه کې د وسایطو پنځه ماینونه کشف او شنډ کړل.
د ظفر قول اردو د دویمې لوا ویاند حشمت احمدي باختر آژانس ته وویل چې دغه ماینونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د پشت رود ولسوالۍ په شور آباد، برنګتوت او مادګانو کلیو کې کشف او شنډ کړای شول.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته