خبرونهامنیت

په فراه کې یو۵۰۰ کیلويي بم کشف او شنډ کړای شو

 کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

د فراه امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۵۰۰ کیلويي بم کشف او شند کړی دی.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې، د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند عارف عدیل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه ۵۰۰ کیلويي بم د روسانو د اشغال له وخت څخه په افغانستان کې پاتې و.

د هغه د څرګندونو له مخې، دغه بم فراه ښار ته څېرمه ترلاسه شوی، چې د شنډولو په خاطر د کفر قلعه کوهستاني سیمې ته ولېږدول شو او د دغې قوماندانۍ د انجنیري ټیم له لوري شنډ کړای شو.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند له خلکو وغوښتل، چې د ناپېژاندو شیانو او ماینونو په لېدو سره اړوندو بنسټونو ته خبر ورکړي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته