خبرونهامنیت

په فراه کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د فراه امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یوماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې انسان تښتوونکو پنځه ورځې مخکې یو څوارلس کلن ماشوم د هلمند له ولایت څخه تښتولی و او غوښتل یې دغه ماشوم د فراه له لارې نامعلوم ځای ته ولېږدوي.
د خبرځای د څرګندونو له مخې، د فراه امنیتي ځواکونو د هغو اطلاعاتو له مخې چې ترلاسه کړي یې وو په ځانګړو عملیاتو کې بریالي شول چې د فراه په بګواه ولسوالۍ کې تښتول شوی ماشوم محمد د عجب ګل زوی د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد او انسان تښتوونکي ونیسي.
هغه وویل چې نیول شوي کسان تر پوښتنې لاندې دي خو تر اوسه پورې د دغه ماشوم د تښتولو علت نه دی مشخص شوی.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته