ټولنهTOP

په قطر کې د افغانستان د سفارت مشرتابه او افغانانو په هېواد کې د زلزله ځپلو لپاره د قران کریم ختم وکړ او نغده مرسته یې هم ورسره وکړه

کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت کې د پکتیکا اوخوست ولایتونو د زلزله ځپلو خلکو لپاره د سفارت مشرتابه او مېشتو افغانانو د قران کریم ختم وکړ.
دوی شهيدانو ته د جنت الفردوس، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او د هغوی له کورنیو سره یې په دې لوی غم کې خواخوږي څرګنده او د صبر، زغم او نعم البدل دعاء یې ورته وکړه.
د ختم ګډون والو افغانانو له زلزله ځپلو هېوادواولو سره د نږدې نیم میلیون افغانیو نغده مرسته هم وکړه.
په پای کې د سفارت سرپرست ډاکټر نعیم هيله وښوده چې دغه مرسته په پکتیکا او خوست ولایتونو کې مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته