امنیت

په قندهارکې دسړک جوړولو د يوه شرکت دوه تنه کارګران وتښتول شول

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٤:
وسله والو طالبانو پرون  په قندهار ولايت کې  دسړک جوړولو  ديوه شرکت دوه تنه کارګران وتښتول.
په قندهارولايت کې دپوليسو يو خبرځاى  چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه دباخترآژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دسړک جوړولو ديوه شرکت دوه تنه کارګران دقندهار_ لښکرګاه له لويې لارې څخه وتښتول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه  دوه تنه ملکي وګړي په قندهار کې دسړک  جوړولو ديوه شرکت  کارګران وو چې خپلو کورونو ته دستنيدو په وخت کې  دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول.
په قندهار ولايت کې سيمه ييز  مقامات په وسله والوطالبانو ددوو تنو کارګرانو  دتښتونې تورلګوي.
خو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته