امنیت

په قندهار کې دسرحدي پوليسو په پوستو دافغاني او پاکستاني طالبانو پراخ بريد .

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
په سلګونو تنو وسله والو طالبانو په قندهار ولايت کې دسرحدي پوليسو په پوستو بريدونه  وکړل .
په دغو بريدونوکې چې نښتې يې هم په ځان پسې لرلې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دسرحدي پوليسو درې تنه منسوبين ټپيان شول .
دغه راز سيمه ئيز  مقامات تاييدوى چې ددغه بريد په بهير کې  دوه تنه سرحدي  پوليسان وسله والو طالبانو له ځان سره بيولي دي .
دغه بريدونه دتيرې شپې  دلسو بجو په شاوخوا کې دسلګونو تنو پاکستاني او افغاني طالبانو په ګډون دشورابک په ولسوالۍ کې  دسرحدي پوليسو په پوستو پيل شول اوله دې امله رامنځته شوې جګړه دسهارتر دريو بجو پورې روانه وه .
  دقندهار ولايت دشورابک ولسوال عبدالنافع دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو بريدونو په بهير کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نور يرغلګر سيمې ته دکومکي پوځيانو له رسيدو وروسته د ډيورنډ له کرښې اخوا وتښتيدل.
ويل کيږي چې په وژل شويو طالبانو کې پنځه تنه پاکستاني اتباع  شامل دي.
دشورابک ولسوال  تاييد کړه چې په دغو بريدونوکې درې تنه افغان پوځيان ټپيان شوي او دوه تنه نور يې يرغلګرو له ځان سره بيولي دي.
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي  چې همدا اوس په شورابک ولسوالۍ کې  دکومکي ځواکونو په ديره کيدو او دډيورنډ له کرښې  اخوا ديرغلګرو طالبانو په تيښتې سره په دغې سرحدي ولسوالۍ کې حالت  عادي بڼه غوره کړې ده .
درارسيدلو خبرونو له مخې، ديرغلګرو له دغو پراخو بريدونو وروسته افغان پوځيانو دتروريستي ډلو له شتون څخه دشورابک ولسوالۍ داړوندو سيمو دپاکولو او دتښتول شويو سرتيرو دموندلو لپاره عمليات پيل کړي دي.
په همدې حال کې دسيمې اوسيدونکي  وايي چې يرغلګرو طالبانو دډيورنډ له کرښې اخوا  دتيښتې په وخت کې  دوه تنه نيول شوي سرتيري له ځان سره بيولي دي.
  دقندهار ولايت دشورابک  ولسوالۍ  دډيورنډ له کرښې  سره دشپږ  اويا کيلومترو په اوږدوالي  دپولې په لرلو سره تل دوسله والو طالبانو دډلې دافرادو او ددغې ډلې دپاکستاني جګړه مارانو دشتون او فعاليت ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته