امنیت

څلور تنه وسله وال کسان ونيول شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دتخار ولايت پوليسو نن  څلور تنه  وسله وال کسان د وسله والې غلا ، تښتولو  اوپه  نا آراميو کې يې دلاس لرلو په تور ونيول.
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى  باختر آژانس ته وويل :  نيول شوى کسان دکندز دخان آباد ولسوالۍ او دتخار دبنګي ولسوالۍ اوسيدونکې دي چې دبنګي ولسوالۍ په خقاب ساحه کې له دوو کلاشينګوفونو او دوو موټرسايکلونو سره دپوليسو له خوا ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه  تورنو له څه مودې راپه دې خوا دتخار– کندز د لارې په اوږدوکې دمسافرينو مالونه او شته  غلا کول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته