امنیت

په قندهار کې دوه ماشومان په چاودنه کې شهيدان شول

 کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د قندهار ښار په پنځمه ناحيه کې پرون ماښام د بم په چاودنه کې دوه ماشومان شهيدان شول.
د قندهار د پوليسو وياند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وويل چې دغه بم په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوى و چې د چاودنې له امله يې دوه ماشومان شهيدان شول او پنځه ملکي وګړي ټپيان شول.
تراوسه د پېښې مسووليت هېچا نه دى منلى.
ختم- ج -اکرم

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا