خبرونهاقتصادټولنه

په قندهار کې د موسمي مېوو بازار ګرم دی

 کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر

د قندهار احمد شاهي جاده چې په څنډو کې یې د اوسني موسم ټولې مېوې پیدا کېږي، په دغه ولایت کې د موسمې مېوو ګرم بازار بلل کېږي. احمد شاهي د ګلانو او نیالګیو د پلور ستر مرکز هم دی.

د باختر خبري اژانس خبریال په دغه سیمه کې له د تازه مېوو له پلورونکو او پېرونکو سره خبرې کړې دي.

د تازه مېوو پلورونکي عبدالظاهر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي: “دلته  مو د مېوو د خرڅلاو  بازار ښه دی،  خوشاله یوو؛ خو د مېوو  حاصلات مو دا دوه کاله کېږي، چې کم شوي، ځکه بارانونه نشته او په مېوو کې مختلفې ناروغۍ  پیدا کېږي.”

یو تن بڼوال چې توتان، الوچې او مندتې یې د پلور لپاره احمد شاهي جادې ته راوړي، وايي: ” مېوې  مو خرڅېږي، هغه مېوه چې سهار یې راوړو، تر ماښامه ډېره خرڅه شي، خوشاله یوو او په خپله مو ځان ته  د کار زمینه برابره کړې ده”.

احسان الله چې د مېوې په پېر پسې بازار ته راوتلی وايي: ”  مېوې  تازه پخې شوي او بازار  ته اوس راوتلې دي؛ نو قیمتونه یې هم لوړ دي؛ خو کېدای شي د مېوو  په زیاتوالي سره یې بیې بېرته راټیټې شي”.

احسان الله  نه یوازې د مېوه خرڅونکو،  بلکې له ټولو  دوکاندارانو څخه وغوښتل، چې په پلور او پېر کې له انصاف څخه کار  واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د تازه مېوو موسم را رسېدلی او د تازه مېوو سوداګر، بڼوال او کارو باریان له دولته غواړي چې تازه مېوو ته د بازارموندنې او صادارتو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي او ستونزو ته یې رسیدګي وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته