خبرونهTOPښوونه او روزنهرپوټونه

په قندهار کې د نجونو په ګډون ۲۳۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

کابل / د وري ۶ مه / باختر

د قندهار په ۳۵۵ ښوونځيو کې د ۶۲۶۷۲ نجونو په ګډون ۲۳۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

قندهار د افغانستان د جنوب لويديځو ولايتونو څخه هغه ولايت دی، چې په تېر کې یې نه تعليم ته ځانګړې پاملرنه شوې او نه هم نورو اړخونو ته، نو ځکه به هر کال د کانکور په ازموينه کي د دغه ولايت د زده کوونکو شمېر ډېر کم وو.

خو د اسلامي امارت مسوولينو ډاډ ورکړی، چې نه يوازې د جنوب لويديځې حوزې د پوهني بهير ته به ځانګړې پاملرنه کوي، بلکې د ټول هېواد ښوونيز بهير به اسلامي، معياري او افغاني شي.

په قندهار کې د باختر آژانس خبريال ويس آرين د قندهار د پوهنې بهير ته لنډه کتنه کړې ده، نوموړي د دغه ولایت د پوهني رياست له مطبوعاتي مسوول نظر محمد صميمي سره خبرې کړي او د قندهار د ښوونيز بهير په اړه یې ورڅخه پوښتلي دي.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول نظر محمد صميمي وايي، چې په قندهار کې تازه ۹۶ هغه ښوونځي فعال شوي، چې په تېر کې يې اړتيا وه؛ خو د زده کوونکو پر مخ بند وو؛ په خبره یې د يادو ښوونځيو په پرانيستل کېدو سره په قندهار کې د فعالو ښوونځيو شمېر ۳۵۵ ته رسېږي، چې ټول ټال ۲۳۰ زره نجونې او هلکان پکې په زده کړو بوخت دي، چې له جملې څخه يې ۶۲۶۷۲ نجونې دي.

ښاغلي صميمي د خپلو خبرو په دوام وويل، چې په قندهار کې د دولتي ښوونځيو تر څنګ خصوصي ښوونځي هم فعال دي، چې په ټوله کې د خصوصي ښوونځيو شمېر ۷۱ ته رسيږي او د زده کوونکو شمېر يې ۲۰ زره دی، چې له جملې څخه یې ۳۸۰۰ نجونې دي.

د نوموړي په خبره، د خصوصي ښوونځيو تر څنګ له پوهنې ریاست سره په تشکیل کې 54 دیني مدرسې ه ثبت دي، چې سلګونه زده کوونکي پکې ديني زده کړي، عربي ژبه او نور ورته مضامين زده کوي.

خو د پوهني ریاست د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي امارت په راتلو سره د مدرسو شمېر بې حده ډېر شوی دی، دوی اوس د 1100 کوچنيو او لویو ديني مدرسو د ثبت او راجسټر بهیر پيل کړی دی.

د يادو ښوونيزو مرکزونو تر څنګ په قندهار کې د عصري زده کړو سلګونه کورسونه هم فعال دي، چې زرګونه زده کوونکي پکې په عصري زده کړو بوخت دي.

د کورسونو د مضامينو زياته برخه انګليسي ژبه، د کانکور له پاره امادګي، رياضيات، خطاطي، کمپيوټر او ورته نور دي، چې زده کوونکي پکې په شخصي لګښت زده کړي کوي.

نظر محمد صميمي وويل، چې د قندهار ښوونيز کال د وږي په مياشت کې پیل کېږي، ځکه قندهار په ګرم سيرو سيمو کې شمېرل کېږي او د ګرم سيرو سيمو ښوونيز کال پیل شوی او زده کوونکي یې په منظم ډول ښوونځيو ته ځي.

د نوموړي په خبره د قندهار معروف، ارغسان، ښورابک، ريګستان، غورک، ميانشين، نېش، د شاوليکوټ ځيني برخې او خاکرېز هغه ولسوالۍ دي، چې ښوونيز بهير یې د يخو سيمو له ښوونيز کال سره پيل کېږي، چې د وري پر درېيمه د نورو ولایتونو په څېر په قندهار کې هم پيل شوی دی.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول د خپلو خبرو په دوام وويل، چې په ولسواليو کې د ښوونځيو د ودانیو ستونزه ډېره جدي ده، په ځانګړي ډول د هغو ښوونځيو له پاره، چې تازه یې دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې شوې دي.

د نوموړي په خبره د ښوونځيو د ودانیو ستونزه د يوه ځانګړي پلان له مخې د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسوولينو له لوري د حل په موخه په پلان کې نيول شوې ده.

ګل احمد او احمد ولي دوه تنه زده کوونکي دي، دوی د باختر خبري آژانس سره په خبرو کې وويل، چې په منظم ډول ښوونځيو ته ځي، درسونه یې پيل شوي او ښوونکي یې هم په منظم ډول ټولګيو ته ورځي او زده کوونکو ته تدريس کوي.

ياد زده کوونکي غوښتنه کوي، چې په ټولو لري پرتو سيمو کې دې د زده کوونکو له پاره نوي ښوونځي پرانيستل شي چې هېواد د تعليم په برخه کې له مړ ژواندي حالت څخه راووځي.

عبدالخالق يو تن ښوونکی دی، نوموړي د باختر خبري آژانس سره په خبرو کې وويل، چې د يوه ښوونکي په توګه خوښ دی، چې ښوونځي په منظم ډول پیل شوي دي او زده کوونکي خپلو درسونو ته ځي. د عبدالخالق په خبره موده وړاندې د ښوونکو د معاشونو په برخه کې ځنډ رامنځته شو، خو اوس دغه ستونزه حل شوې، ټولو ښوونکو خپل معاشونه تر لاسه کړي او اوس یې د معاشونو بهير منظم او په عادي شکل دوام لري.

د يادونې وړ ده چې په تېر کې داسې تورونه موجود وو، چې په ولسواليو کې خيالي ښوونځي او خيالي ښوونکي موجود وو، چې معاشونه به یې شخصي جيبونو ته تلل، خو اوس په هغه ولسواليو کې د نويو ښوونځيو د پرانيستل کېدو زنګونه وهل کېږي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته