ټولنه

په قندهار کې د ویجاړو شویو پلګوټو د بیا رغونې چارې پيل شوې

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
په قندهار کې د اسلامي امارت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې یې د ویجاړو شویو پلګوټو د بیا رغونې چارې پیل کړې.
د قندهار د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغو پلګوټو شمېر لسګونو ته رسېږي چې بېرته به په اساسي ډول ورغول شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د قندهار په نورو ولسوالیو کې هم د پلګوټو د بیا رغولو چارې پيل شوې دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته