کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر
په قندهار کې د خرڅلاو غرفو د جوړولو پلان ترلاس لاندې نیول شوی دی.
د قندهار مسوولین وايي، ډېر ژر به د قندهار ښار په لویو بازارونو کې د خوراکي توکو د خرڅلاو او پېرودلو ۴۰۰ غرفې جوړې شي.
ټاکل شوې ده د دغو پلورنځیو ډېرې برخې هغو پلورونکو ته وسپارل شي چې په سړکونو کې په پلورلو بوخت دي.
د قندهار ښاروالۍ وياند زمري څرګند باختر آژانس ته وويل، چې د دغو غرفو په جوړولو سره به په ښار کې ښاري نظم رامنځته شي او د ترافيکو بهير به نورمال شي.
هغه وویل، چې دغه پلان به په راتلونکو میاشتو کې عملي شي.
ع