خبرونهټولنه

په قندهار کې زرګونو کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرولو لپاره هڅې پيل شوې دي

 کابل، غبرګولي۱۶مه، باختر

په قندهارکې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولو سره ټاکل شوې ده ۳۶۰۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ومومي.

دغه شبکه د سره صلیب د کمېټې په مالي لګښت د ۸۴ زرو ډالرو په ارزښت د قندهار ښار د ترینکوټ زړې هډې په ساحه کې جوړېږي .

د قندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رئیس مولوي جانان آغا خالد باختر آژانس ته وویل، چې د دغې شبکې په جوړولو سره ۳۶۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی مومي.

ټاکل شوې ده د دغې شبکې د جوړولو کار په شپږو میاشتوکې بشپړشي.

د قندهاراوسېدونکي د دغې شبکې له جوړېدو څخه خوښ دي او وايي کلونه کلونه کېږي د ناپاکو او سرخلاصو اوبو څخه په استفادې سره ناروغان کېدل.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته