کابل، د غبرګولی ۱۴ مه، باختر
د قندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د جوی لاهور کانال د پاکولو پروژې په پیل سره ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د هغې خبرپاڼې له مخې چې نن د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا خپره شوې راغلي؛ دغه کانال د ارغنداب ولسوالۍ د سیندیزې ادارې په مرسته او د افغانستان د بيا رغوني لپاره د ملګروملتونو ادارې (ACHRO)، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازو، د ارغنداب ولسوالۍ چارواکو او قومي مشرانو په ګډون پرانيستل شو.
د دې کانال د پرانیستې په مراسمو کې د ارغنداب ولسوالۍ د دريايي حوزې مسوولینو د کانال پاکول په هېواد کې د کرنې د ودې لپاره ستر خدمت وباله او د دغه شان پروژو په تطبیق کې یې د اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو خلکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کېدل يو نيک اقدام وباله اوله نړیوالو موسسو او د افغانستان اسلامي امارت څخه يې وغوښتل چې خلکو ته زياته کاري زمينه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د “جوی لاهور” سترکانال۲۰ کیلومتره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، چې د ورځې د ۴۰۰ افغانیو په مقابل کې د سيمې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.
\ ذ