خبرونهامنیت

په قندهار کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي

کابل، د ثور ۳۰ مه، باختر
د قندهار امنیې قومندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیرت تېره یوه میاشت کې په لسګونه میله سپکې او درنې وسلې او زرګونه ګولۍ نیولي دي. ترلاسه شوې وسلې بهر ته قاچاق کېدې.
د قندهار امنیې قومندانۍ مسؤلین وایي چې په تېره یوه میاشت کې یې دوې درنې وسلې، دوه امریکایي سنیپر، درې امریکایي سپکې وسلې، یو راکټ، یو کیوبایي توپک، پنځه کلاشینکوفونه، ۴۲ تومانچې، ۲۱ لاسي بمونه، ۳۵ نارنجک، ۹ د راکټ ګولۍ، ٧ مخابرې، ١٤٧٦٤ د کلاشینکوف ګولۍ، ١٢٢ د امریکایي وسلې شارژورونه، ١٠٧ د کلاشینکوف شارژورونه ، ٤ کوچني او یو غټ جمرونه، ٣ سټلایټونه، یو د دهشکې دوربین، ٣٦٤٥ د تومانچې ګولۍ، ٤٤٦٥ د امریکایي وسلې ګولۍ، ١١٠٦ د امریکایي درنې وسلې ګولۍ، یو هاوان او یو لکسیز موټر ترلاسه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د ترلاسه شوې وسلو په تور شپږ تنه هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د وسلې د قاچاق مخه نیول شوې وه او په تړاو یې لسګونه کسان نیول شوي وو.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته