خبرونهروغتیا

په قندهار کې يو ډآکتر په خپلو شخصي امکاناتو د جګړې د ټپيانودرملنه کوي

کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر

په قندهار کې د جګړو په زياتوالي سره  يو ډاکتر په خپلو شخصي  امکاناتو د جګړې د ټپيانو درملنه کوي.

ډاکتر سباوون په خپلو شخصي پيسو د څه د پاسه يو ميليون افغانيو په ارزښت درمل او طبي وسايل برابر کړي دي او اوس د يوشمېر نورو روغتيايي کارکوونکوترڅنګ د ټپيانو په درملنه بوخت دى .

هغه باختراژانس ته وويل:  جګړه  سخته ده اوتپيان ډير دي .

په همدې خاطر مې هلې ځلې وکړې چې له خپلو شخصي امکاناتوڅخه يوشمېر ټپيانودرملنه وکړم.

دا په داسې حال  کې ده چې په قندهار کې ټپيان ډير دي. او روغتونونه يې له ستونزو سره مخ کړي دي .

همدا اوس د قندهار په څوسيموکې سختې جګړې دوام لري . پوځي مقامات وايي  چې د طالبانو په ځپلوسره غواړي چې په قندهار کې د ژوند بهير عادي کړي .

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته