خبرونهاقتصادټولنه

په قندهار کې پر خپل سرو ژورو څاه ګانو وهلو باندې بنديز لګېدلی دی

کابل، د غبرګولي ۱۰ مه، باختر

د قندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رئیس انجنیر جانان اغا خالد باختر آژانس ته ویلي: ” هیچا ته اجازه نه ورکوو، چي پر خپل سر ژوري برمې ووهي، هر چا چې پر خپل سر د برمې ایستلو کار شروع کړی وي؛ نو زموږ د مسئولینو له خوا نیول شوي او وسایل مو ورڅخه ضبط کړي دي.”

د ښاغلي خالد په وینا؛ “اوبو رسولو اوکانالیزاسیون ریاست یوازې د هغو سیمو خلکو ته د شپږ انچه برمې د ایستلو اجازه ورکوي، چې په سیمه کې یې د اوبو کمښت وي او یاد ریاست د هغو سیمو وګړو ته  پاکې اوبه نه شي رشولای. ”

د نوموړي په وینا؛ “موږ له شپږ انچه برمې څخه غټي ته د ښار په هیڅ ځای کې د وهلو  اجازه نه ورکوو، که څوک سرغړونه وکړي؛ نو د مسؤلینو له خو ا به ونیول شي او قانوني چلند به ورسره کېږي.”

یاد ریاست د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال سره اژانس سره د څاه ګانو ایستلو  په اړه شرایط پاڼه هم شريکه کړې، چې پکې ليکل شوي؛ څاه باید په خپل شخصي ملکیت کې په نیمه ژور او معیاري ډول وکښل شي، برمه باید تر څلور انچه لویه نه وي، په هغو ساحو کې چې څلور انچه برمه د تخنیکي ستونزو له کبله نه وهل کېږي،  نوموړی شخص د شپږ  انچه بوکې څخه ګټه پورته کولای شي؛ خو له شپږ انچه بوکې څخه غټه بوکه په هیڅ صورت کې نه شي استفاده کولای.

د واټر پمپ قطر باید تر یو انچ لوی نه وي، د څاه د اوبو څخه د تجارت له پاره هیڅوک ګټه نه شي پورته کولای، کوم وخت چې د اسلامي امارت  له خوا پر شخصي څاه ګانو باندې مالیه وضع  کېږي، شخص مکلف دی، چې خپل مالیات پر وخت  تحویل کړي.

د قندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست رئيس خالد د ښار په مختلفو برخو کې د څو لویو پروژو یادونه هم وکړه، چې په عملي کېدو سره به یې د ښار ډېرو اوسیدونکو ته د پاکو اوبو د رسولو  اسانتیاوې رامنځته شي، هغه د یو سولري سیسټم  د پروژې یادونه هم  وکړه، چې په څوارلس لکه  امریکایي ډالره منظور شوی او مالي مصارف یې  د UNDP  موسسې له خوا ورکول کېږي.

خالد د سولري سیستم  له لارې د زیاتو اوبو را ایستل د شنو ساحو کموالی، د نفوسو زیاتوالی، د اوبو زیات مصرف او په ښار کې د اوبو د تصفیه خانو زیاتوالی، هغه لاملونه وښودل، چې د اوبو سطحه یې ټېټه کړې ده.

له بلي خوا د قندهار چاپیریال ساتنې ریاست وايې چې  د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه په چټکۍ سره کښته شوې. د دغه ریاست د مطبوعاتي مسؤل عبدالرحیم بشردوست په وینا؛ ” وچکالۍ د خلکو له ورځني ژوند سره سره کرنیز سکټور هم له سختو ستونزو سره مخ کړی دی”.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو کمښت ستونزه نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ کي د یوې لويې چاپیریالي ستونزې په توګه پېژندل شوې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته