خبرونهامنیت

 په قندهار کې پر يوماشوم د جنسي تېرى او وژنې عامل ونيول شو

 کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

د قندهار امنيتي ځواکونو  پر يو ماشوم د جنسي تېرى او د هغه وژنې د عامل د نيولو خبرورکړ.

په نيول شوى تنکى ځوان تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې په يو١٠ کلن ماشوم جنسي تيرى کړى او هغه يې وژلى دى .

د قندهار د امنيې قوماندانۍ يومقام باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه دغه ځوان د هغه له دوو جرمي شريکانوسره نيولي دي .

نيول شوى تنکى ځوان چې ويل کېږي تراوسه خپل قانوني عمرنه دى بشپړ کړى په يو ويډيو کې چې د قندهار پوليسو خپره کړې ده په دغه ١٠ کلن ماشوم جنسي  تيرى او د هغه په وژلو اعتراف کوي.

په دغه ماشوم جنسي تيرى او د هغه وژل د قندهار د خلکو د غوصې سبب شوى دى.

د قندهار خلک له حکومت څخه غواړي  چې د دغې پېښې عاملين مجازات کړي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته