امنیت

په قندهار کې پنځه یرغلګر ووژل شول

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
په قندهار کې په طالبانو ډلې پورې اړوند ۵ یرغلګر په هوایي برید کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ په بابران کلي کې نن له غرمې مخکې د دوی پر یوې قرارګاه برید وشو.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د هوایي ځواکونو په دغه برید کې د وسله والو طالبانو ټول جنګي وسایل له منځه یوړل شول او ۵ وسله وال طالبان هم ووژل شول.
قول اردو زیاتوي چې دغه طالبان د ډار اچوونکو بریدونو په طرحه کولو بوخت وو چې برید پرې وشو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته