امنیت

په قندهار کې چاودنې پنځه ملکيان ووژل

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
پنځه ملکيان نن د ارغستان ولسوالۍ او قندهار ښار لارې په تګلوري کې د ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د قندهار د امنيې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي رسنيو ته ويلي دي چې دغه ماين وسله والو طالبانو ښخ کړی و چې د چاودنې په پايله کې ۵ ملکيان ووژل شول.
بارکزي زياته کړه چې قربانيان د يو تونس موټر سپرلۍ وې.
د يو بل خبر له مخې:
اته وسله وال طالبان د قندهار د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خپلو ماینونو ښکار شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته