کابل / د وري ۲ مه / باختر
قندهار ښار چې د تفریح او مېلو له پاره ډېرې په زړه پورې سیمې لري، نه یوازې د دغه ولایت، بلکې د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم یاد ولایت ته د مېلو لپاره ورځي.
د قندهار مېله ځایونه د خلکو په تګ را تګ سره نور هم ښایسته شوي او ډاډمن امنیت زمينه برابر کړې چې خلک د قندهار هر مېله ځای ته پرته له وهم او وېرې لاړ شي.
عبدالجبار او عبدالعزیز چې د قندهار ښار اوسېدونکي دي، د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ویس آرین ته ویلي چې له امنیتي وضعیت څخه خوښ دي، د دوی په خبره، د اسلامي امارت په راتګ سره یې د ارام ساه اخیستې، سر او مال یې خوندي شوي، غلاوې کمې شوي او هر کس کولای شي، چې نه یوازې د قندهار، بلکې د ټول هېواد هرې سيمې ته په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
په ورته وخت کې د قندهار امنیتي مسوولین هم په دغه ولایت کې د ډاډمن امنیت خبره کوي، د قندهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد اصف حکیمي باختر آژانس ته وویل چې امنیتي مسوولین د ډاډمن امنیت لپاره شپه او ورځ کار کوي، چې ولس هوسا او ارام ژوند وکړي.
حکیمي له خلکو څخه وغوښتل، چې د لا ښه امنیت په موخه له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او هغه کسان مسوولینو ته په ګوته کړي، چي امنیتي ستونزې رامنځته کوي او يا هم د ګډوډیو او بې نظميو لامل کېږی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په قندهار کې د جنايي جرمونو ګراف راټیټ شوی او خلک په عادي ډول خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
ن/ر