امنیت

په قندهار کې ۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول

قندهار باختر د وږي ۱۹ مه
د قندهار ولایت امنیتي مسوولین  خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې  یې  دوه تنه  د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي  دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ضياء دراني د  باختر اژانس سیمه یېز خبریال  ته  وویل چې،افغان ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د  ۱۴ حوزې او میوند  ولسوالۍ  په  مربوطاتو کې یو وسله وال کس له وسلو او بل کس له نشه یي  توکو  سره یوځای نیولي  دي.
سرچینه زیاتوي  چې  نیول شوي کسان اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته