امنیت

په لسګونو طالبان په بلخ کې ووژل شول.

کابل / د زمري ٢٣مه / باختر:
په لسګونو وسله وال طالبان له پرون ورځې را په دې خوا د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې ووژل شول.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باخترآژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې په ابوعمر مشهور قاري خليل چې د شولګرې ولسوالۍ لپاره د وسله والوطالبانو دعشر او زکات مسوول او يوشمېر نور مشران هم شامل دي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې يو شمېر نور وسله وال طالبان ټپيان او د هغوى څه د پاسه ١٠ موټر او موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته