امنیت

په لسګونو پوليس له روزنيز پروګرام څخه فارغ شول.

کندز باختردچنګاښ دمياشتي ٢٩ :

په لسګونو تنو نويو  جذب شويو ځوانانو دکندزولايت  دسيمه ييزو پوليسو په قطعو کې مسلکي  زده کړې وکړې.

دغو ځوانانو چې شمير يې يوسلو پنځلسو تنو ته رسيږي درې اوونۍ دافغان اوبهرنيو ښوونکو له خوا دکندز په اکاډمي کې  پوځي زده کړې وکړې.

دکندز دپوليسو مسوول سميع الله قطره  ددغو ځوانانو دفراغت په مراسمو کې وويل : هغوى له دې وروسته دخپلوسيمو  دامنيت دتامينولو لپاره په چاردرې ولسوالۍ کې ځاى پرځاى کيږي .

 ويل کيږي په دې روزنيز پروګرام کې  دغو ځوانانو  دتروريزم اوسازمان موندلو مجرمينو پرخلاف دمبارزې ، دکورونو اوموټرو دپلټنې  ، له خلکوسره  دچلند اوله جنګي وسايلو څخه داستفادې  لارې چارې زده کړي.

دکندزولايت دپوليسو مسوول باختراژانس ته وويل ددغې روزنيزې دورې  په بشپړولو سره دچاردرې ولسوالۍ ټول درې سوه تنه سيمه ييز پوليس مسلکي شوي دي .

دسيمه ييزو مقاماتو دوړاندي شوي احصائيې له مخې دکال له پيل څخه تراوسه پورې  اته سوه پنځه ويشت تنو ځوانانو دکندز په پوځي مرکز کې دسيمه ييزو پوليسو په ليکو کې پوځي زده کړې کړي اوددغه ولايت په مربوطاتوکې دامنيت دتامينولو لپاره موظف شوي دي

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا