فرهنګ

د امريکا د شيکاګو پوهنتون د لرغونپوهنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري کوي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٤ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د امريکا د متحده ايالاتو د شيکاګو پوهنتون د ختيح پيژندنې د برخې له رئيس سره له دغه وزارت سره د لرغونپوهنې په برخه کې د دغه انستيتوت د همکارۍ په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د امريکا د شيکاګو پوهنتون د ختيځ پيژندنې د برخې رئيس پروفيسر ګيلز ستاين تر ٢٠١٨ ميلادي کال پورې د افغانستان د لرغونپوهنې له برخې سره د دغه پوهنتون د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ده څرګنده کړه چې په دې موده کې د شيکاګو پوهنتون د ختيځ  پيژندنې برخه د لرغونو ساحو د نخچو د برابرولو، له (جي آى اس) د لرغونپوهنې له مدرنو وسايلو  او سامان آلاتوڅخه د استفادې او د عملي کار په برخه کې د لرغونپوهنې د رياست لرغونپوهان دکابل پوهنتون دلرغونپوهنې دديپارتمنت او د افغانستان  د علومو اکاډمۍ د لرغونپوهنې انستيتوت محصلان او زده کوونکو ته لوست ورکوي.
دغه راز په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد  د لرغونپوهنې له برخې سره ددغه انستيتوت دهمکاريو له امله دقدردانۍ ترڅنګ  د شيکاګو پوهنتون د ختيځ پيژندنې د برخې له مسوول  څخه  وغوښتل  چې امريکايي لرغونپوهان دې د لرغونو آثارو د پروژو د کېندولو او دلرغونپوهنې په عملي کارکې دې هم له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
امريکايي لوري په دغو برخوکې خپل تيارى څرګند کړ او ويې ويل چې د خپل لرغونپوهنې د برخې دوه تنه استادان به د مضمونونو د لوست ورکولو، د آثارو د ترميمولو او د لرغونپوهنې د تحقيق د څرنګوالي په خاطر د افغان لرغونپوهانو د روزنې په موخه معرفي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته