امنیت

په لغمان او سرپل کې د چاودنو مخه ونیول شوه

کابل / د وري ۳ مه / باختر
پولیسو په لغمان او سرپل کې د څو چاودنو مخه ونیوله.
په دغو ولایتونو کې د پولیسو خبرځایونه وایي چې په لغمان کې په یو موټرسایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو او په سرپل کې د درېو ماینونو د چاودنو مخه نیولې ده.
ویل کېږي وسله والو طالبانو په موټرسایکل کې د چاودېدونکو توکو په ځای پرځای کولو سره، غوښتل د لغمان د الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې یاد توکي وچوي چې پولیسو یې مخه ونیوله.
دغه راز پولیسو درې ماینونه چې دښمن د سرپل ولایت په مرکز کې د تروریستي بریدونو د ترسره کولو په موخه ښخ کړي وو؛ هم کشف او شنډ کړل.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته