خبرونهټولنه

په لغمان کې اورښتونو زيانونه اړولي دي

– کابل ، د چنګاښ ۲ مه، باختر

په لغمان کې د باران د اورښتونو له امله د استوګنې څو کورونه وېجاړ او د بزګرانو په  سلګونو جريبه  کروندو ته زيان رسېدلى دى.

څه نا څه درې شپې او ورځې کېږي، چې د لغمان په ځينو سيمو کې اورښتونه دوام لري. دغو اورښتونو د کورونو او کروندو د ويجاړولو تر څنګ یوې دیني مدرسې، د اوبو کانالونه، ویالې او سړکونو ته زیان اړولی دی.

د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې رئيس قاري خيرمحمد غازي باختر آژانس ته وويل، چې مصيبت ځپلو کورنيو ته د مرستې د رسولو بهير پيل شوى دى.

د لغمان مرکز مهترلام ښار شاوخوا سيمې او د الينګار ولسوالۍ ته د دغو اورښتونو له امله زيان رسېدلى دى.

د لغمان سيمه ييزمسوولين وايي، چې د وروستيو اورښتونو مصيبت ځپلو ته د مرستې رسولو تر څنګ د ويجاړو شويو تاسيساتو بيا رغونه هم پيل شوې ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته