کابل، د غبرګولي ۳۱مه، باختر
د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د همدې سیمې د ځوانانو له لوري په لومړي ځل د (۱۴) لوبډلو ترمنځ د ( امن او خوشحالۍ) په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د جوړونې مسؤل شمس الهادي لغماني باختر اژانس ته وویل چې دوی د ځوانانو لپاره د تفریح جوړونې، د هغوی پر شونډو د مسکا راوستو او د سولې نمانځنې په موخه دغه سیالۍ جوړې کړې دي.
بل لور ته د دولت شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل د یادو سیالیو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د ورزش په برخه کې له ټولو ځوانانو سره همکاري کوي.
هغه په ورزش او نورو برخو کې د ځوانانو هڅې وستایلې او ویې ویل: “د داسې لوبو جوړول د ځوانانو د فکري بدلون او د نشه يي توکو له کارونې څخه د خلاصي سبب ګرځي، ځوانان باید په ټوله معنی د ورزش اخلاق مراعت کړي.”
د یادونې وړ ده چې د امارت له راتګ وروسته د دولت شاه په ګډون په نورو ولسوالیو کې هم د ځوانانو د فکري بدلون او د امارت د بریا په ویاړ ورزشي سیالۍ جوړې شوې وې.
س.صدیقي