روغتیا

په لغمان کې د دوو کلینیکونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارلې شوې

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٨ مه
د نږدې څوارلسو ملیونو افغانیو په ارزښت د دوو کلینیکونو ته جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارلې شوې.
باخترآژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
د لغمان ولایت د مرکز اړوند د عمرزئیو او دغه راز د قرغیو ولسوالۍ اړوند د عبدالرحیمزیو د غونډۍ کلي د دوو اساسي کلینیکونو ودانۍ چې چارې یې د یوه کال په موده سرته رسېدلې وې د لغمان د والي عبدالجبار نعیمي، په ولایتي شورا کې د لغمان د خلکو د استازو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په لاسونو ګټې اخیستنې ته وسپارلې شوې.
د عمرزئیو او غونډۍ کليو دغه دوه اساسي روغتیايي کلینیکونه چې هر یو یې ۹ خونې اساسي اداري ودانۍ، پخلنځی، د محافظ او جنراتور لپاره ځانګړې خونې، تشنابونه، دوه زره پینځه سوه متر مربع ساحې د احاطې، د یو یو لس کیلو واټه جنراتور او د څښاک د اوبو څاه لري، د عامې روغیتا وزارت په چوکاټ کې د دوست هېواد هندوستان په مالي مرسته یې د جوړېدو چارې سرته رسېدلې وې، چې نن عملا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د غنډۍ عبدالرحیمزیو په کلینیک ( شپږ میلیونه، نهه سوه اووه ویشت زره او نهه سوه اووه څلویښت ) او همدارنګه د عمرزئیو په کلینیک ( اووه میلیونه، دري څلویښت زره او یوولس ) افغانۍ لګښت راغلی دی، چې هر کلینیک یې په ورځ کې د ۱۵۰ څخه د زیاتو ناروغانو د درملنې ظرفیت لري.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پرانستې پر مهال  وويل چې د دغو کلینیکونو د ودانیو جوړېدو ته جدي اړتیا وه، چې له دې وروسته به د دغو دواړو سیمو خلک د هغو ستونزو سره لاس او ګریوان پاتې نه وي د کومو سره چې تر دې دمه د روغتیايي خدماتو د رسېدنې په برخه کې مخامخ وو.
ده په قرغیو کې د واکسینونو د تطبیق په برخه کې د ولسونو له همکارۍ د رضایت ښودلو تر څنګ د هغو سیمو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو هم د همکارۍ غوښتنه وکړه چې په سیمو کې یې د واکسینونو د تطبیق پر وړاندې ستونزې او خنډونه شتون لري.
د قرغیو ولسوال سعدالله بهبود،قومي مشر ډاکتر عبدالمالک، د ولایتي شورا استازی  عتیق الله عبدالرحیمزي او  مدني فعال زاهدالله موسی زي رسنيو سره په خبر  کې د یاد کلینیک د تشکیل د زیاتوالي، د قرغيو ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو  درګۍ او امبیړ کشمنډ کې د نویو کلینیکونه د ایجاد او ځینو نورو برخو کې د ولسونو غوښتنې او وړانديزونه  وړاندې کړل او له اړوندو مسولينو څخه يې د حل غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته