اقتصاد

شپږ کيلو متره سړک جوړ اوکريړ پري واچول شو

٣٢-کابل باختر د مرغومي پنځمه

  په پروان ولايت کې  دشپږ کيلو متره سړک دجوړولو او کريړ اچولو  کار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو .

 دشينواري ولسوال سيف الله  بيدار دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دپروان ولايت په شينواري ولسوالۍ کې دشپږ کيلومتره سړک په جوړولو او کريړ اچولو سره ددغې ولسوالۍ  دنمک آب   کلي  چې شپږ سوه کورنۍ ژوند کوي  له مرکز سره ونښلول شو .

  خبرځاى زياته کړه دسړک په تګلوري کې پنځه سوه متره استنادي ډيوالونه اوپنځه پلګي  هم جوړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته