کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر
سویډن کمېټې په مالي ملاتړ د لغمان ولایت د الیشنک ولسوالۍ د قلعه نجیل ښوونځي ودانۍ بیا رغول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې یاده ودانۍ د سویډن کمېټې په مالي ملاتړ د نږدې پنځو میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي چې چارې به یې د څلور میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې سویډن کمیټې د الینګار ولسوالۍ اړوند قلعټکې سیمه کې هم د یوه ښوونځي د ودانۍ د بیا ترمیم چارې پیل کړې دي.
ن/ر