کابل، د چنګاښ ۱۴مه، باختر
د لغمان خلکو په يوه کمپاين کې د پکتيکا او خوست زلزله ځپلو ته ۵۰۰ زره افغانۍ راټولې کړې دي.
دغه کمپاين يوه اوونۍ مخکې د مهترلام ښاروالۍ له خوا پيل شوى و او نن پاى ته ورسېد.
په لغمان کې د مرستو د راټولولو د کميټې مسوول مولوي عبداللطيف آخند زاده باختر آژانس ته وويل چې هغوى وکولاى شول چې په دې کمپاين کې ٥١٨ زره افغانۍ راټولې کړي.
هغه وويل، چې دغه پيسې د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې رياست ته ورکول کېږي، چې د پکتيکا او خوست پر زلزله ځپلو ووېشل شي.
\ ج