ټولنه

په لغمان کې د چت نړېدو په پېښه کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل / د مرغومې ۱۸ مه / باختر
د لغمان د مهترلام بابا کمپ په ګلدار آباد سیمه کې د یو کور د چت نړېدو په پېښه کې یوې پنځه کلنې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پېښې لامل اورښت ښودل شوی دی.
په همدې حال کې د لغمان ولایتي روغتون مشر ډاکټر صدیق سمسور هم باختر اژانس ته وویل چې روغتون ته یې پنځه ټپیان وروړي چې دوې ښځې او درې نارینه دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته