کابل،د چنګاښ٩ مه، باختر
په لغمان کې د یو کلیوالي سړک د جوړولو کار نن پیل شو.
دغه سړک چې پنځه کيلومتره اوږدوالی او پنځه متره سور لري، د اليشنګ ولسوالۍ لسګونه کلي د دې ولسوالۍ له بازار او لويې لارې سره نښلوي.
دغه کليوالي سړک د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له بودجې د یو میلیون ۴۰۰ زرو افغانیو لګښت جوړېږي.
د لغمان د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي محمد ظاهر د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه سړک د جوړولو او پخولو چارې به درې مياشتې وخت ونيسي.
ع