کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
په لغمان کې سلګونو ملکي او پوځي کسانو په یو روزنیز ورکشاب کې د موټر چلولو اساسات زده کړل.
دغه ورکشاپ د لغمان د ترافیکو مدیریت له لوري جوړ شوی و.
د لغمان د ترافيکو مدير مولوي حبيب الله مبارز باختر آژانس ته وويل چې په دې ورکشاپ کې د ١٣٠ پوځيانو په ګډون ٢٧۳ کسانو ګډون کړی و.
هغه وویل چې ګډون کوونکو د موټر چلولو د اساساتو او ترافیکي قوانینو پوهاوی ترلاسه کړ.
د لغمان امنیه قوماندان مولوي فيصل مختار له ترافیکي قوانینو څخه د پوځیانو پوهاوی ګټور او ارزښتناکه وباله.
ع