خبرونهاقتصاد

په لغمان کې شل زره جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

کابل، د غبرګولی ۱۵ مه ، باختر

د لغمان قرغیو ولسوالۍ اړوند د زعفرانو د دښتې ۲۰ زره جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه.

په  لغمان کې د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر او مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري له باختر اطلاعاتي اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل “قرغیو ولسوالۍ کې دغه شل زره جریبه ځمکه موږ بېلابېلو شرکتونو ته ورکړې ده، هغوی به پکې د باغدارۍ، مرغدارۍ، ګلدارۍ ترڅنګ د ماهیانو فارمونه جوړوي چې شاوخوا ۴۰  زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابرېږي، مګر ځینو کړیو دغه ځمکه غصب کړې وه او د مالیکیت دعوه یې درلوده، خو د غصب د مخنیوي کمېسیون دغه غاصبین ونیول او له هغوی یې لیکلي خطونه واخیستل چې یاد ځمکه د حکومت ملکیت دی.

بنوري د مرکې په جریان کې دا وویل چې معلیمینو او نور هغه اشخاصو ته چې تیر دولت ورته د نمرو رسمي اسناد ورکړي دي او ځینې خلک یې د کار خنډ ګرځي، موږ ورته یو ځانګړی هیئت ټاکلی، چې د هیئت له پریکړې وروسته به ټولو ته خپلې نمرې وسپارو.

د یادولو وړ ده چې د غصب د مخنیوي کمېسیون له دې مخکې  د مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري تر مشري لاندې د مهاجرینو د ښارګوټي سل جریبه ځمکه له غصبه ژغورلې وه او دغه فعالیتونه دوام لري.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته