کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
په لغمان کې پرون پر لسګونو بې سرپرسته ماشومانو د ژوندانه بنسټ له خوا خوراکي توکي ووېشل شول.
په لغمان کې د دغه بنسټ مسوول نعيم باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې يې په ۱۵۰۰ بې سرپرستو ماشومانو اوړه، غوړي او وريجې ووېشلې.
دغه ماشومان د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره په سړکونو کې شاقه کارونه ترسره کوي.
د لغمان د اقتصاد رييس مولوي جان محمد حامد وايي، په دغه ولايت کې يې له بې سرپرستو کورنيو سره د مرستې هڅې ګړندۍ کړې دي.
ع
6 د یوې دقیقې څخه لږ