خبرونهاقتصاد

په لغمان کې پر سلګونو بزګرانو د سبو تخمونه وېشل کېږي

کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر

د لغمان په مرکز مهترلام، علیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د سبو تخمونه وېشل کېږي چې د وېش لړۍ یې نن پيل شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وايي چې په مرکز، علیشنګ او قرغیو کې د (IHH) موسسې په مالي ملاتړ پر سلګونو بزګرانو ۱۲ ډوله د سبو تخمونه وېشل کېږي چې د وېش لړۍ یې نن پيل شوې ده.

محسن وایي، چې د بزګرانو مسلکي فعالیتونه کولای شي خلکو ته په وخت د اړتیا وړ خوراکي توکي چمتو کړي.

د یادونې وړ ده چې د لغمان د کرنې ریاست د بزګرانو د فعالیتونو د ترتیب او تنظیم په موخه اتحادې جوړې کړې دي، چې له همدې لارې پر بزګرانو تخمونه وېشي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته