خبرونهامنیت

په لغمان کې په يوه ترافيکي پېښه کې لس تنه ټپيان شول

کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر
د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې لس تنه ټپيان شول.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.
په لغمان کې د لويې لارې د ترافيکو يو خبر ځاى باختر آژانس ته وويل، په دې پېښه کې لس تنه ټپيان شوي دي.
هغه د دغې پېښې اصلي علت د موټر چلوونکي ګړندی تګ او بې احتياطي وبلله.
روغتيا پالانو د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللی دی.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته