امنیت

په لغمان کې څه دپاسه اووه کيلوګرامه چرس ضبط شول

مهترلام باختردچنګاښ دمياشتې ٢٣ نيټه : 
څه دپاسه اووه کيلوګرامه چرس په لغمان ولايت کې ضبط شول.
دلغمان ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال عبدالروف  روزګاني باخترآژانس ته وويل  چې ددغه ولايت  له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو  دغه چرس يې په مهترلام ښارکې کشف اوضبط کړل،
ده زياته کړه چې دغه نشه يي توکي د يوه سرف موټر په واسطه له دولت شاه ولسوالۍ څخه مرکزته ليږدول شوي و او پوليس يو تن يې په دې پړاو نيولى دى .
پاى ذکرالله 

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا