امنیت

د تبهکارانو يو بانډ په لغمان کې وځپل شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٩
دتبهکارانو يو بانډ چې په لغمان ولايت کې يې دموټر چلوونکو په وژلو او دهغوى د موټرو په غلا کولو لاس پورې کاوه وځپل شو.
پوليس وايي د دوى دلومړنيو څيرنو له مخې ،ددغه بانډ غړي دموټر چلوونکو له وژلو وروسته دهغوى موټرونه غلا کول او درنګ او لمبرپليټ په بدلون سره يې پلورل.دغه بانډ دلغمان ولايت دمرکز مهترلام ښار دخواجه صاحب په سيمه کې يو پټنځاى درلود او غلا شوي موټرونه يې پکې ساتل.
ويل کيږي ددغه بانډ دوه تنه غړي ټيک هغه وخت چې دغلا کړې شوي موټرونو درنګ په بدلون بوخت و ونيول شول دلغمان دپوليسو مسول جنرال محمد داود امين دباختر خبري آژانس ته وويل امنيتي منسوبينو تيره شپه ناوخته دعملياتو په بهير کې دغه بانډ له منځه يوړ.
جنرال امين وايي چې ددغه بانډ افرادو کلونه کلونه په لغمان ولايت کې دموټر چلوونکو په وژلو او دهغو د موټرو په غلا کولو لاس پورې کاوه دخبرونو له مخې امنيتي منسوبينو ددغه بانډ له پتنځاى څخه درې غلا کړى شوي موټرونه او دموټرو يوه زياته اندازه پرزې ترلاسه کړي دي امنيتي مسولينو سمرقند او روح الله ددغه بانډ دمشرانو په توګه يادوى چې تښتيدلى دي.
دلغمان دپوليسو مسوول جنرال امين وويل چې امنيتي منسوبين هلې ځلې کوي چې ددغه بانډنور افراد وپيژني او وې نيسي.
داپه داسې حال کې ده چې دلغمان او په ختيځ کې دنورو ولايتونو اوسيدونکى دکابل-  جلال آباد په لويه لاره کې دموټر چلوونکو دوژلو دزياتوالي او دهغوى دموټرو دغلا له امله انديښنه څرګنده کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته