کابل ، د غبرګولي ۳۰ مه ، باختر
د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس فیض الله جواد له باختر اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې (۲۰۰۰) معلولینو ته یې د هغوی د دریو میاشتو حقوق حواله کړل.
هغه وویل، چې دوی د یوه شفاف کمېسیون له لارې وکولای شول چې د تېر نظام شاوخوا (۱۶۰۰) هغه کتابچې چې حقوق یې اخیستل؛ خو مستحق نه و، لغوه کړې.
د جواد په وینا، په نږدې راتلوونکي کې به شهیدانو ته هم د بانکي سیستم له لارې د هغوی حقوق حواله شي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په لغمان کې (۳۳۵۰) پخواني او اوسني معلولین او (۳۵۰۰) شهیدان له یاد ریاست سره ثبت دي او لاهم د ثبتونې دغه لړۍ روانه ده.
ن.ر