خبرونهاقتصاد

په لغمان کې ۲۱۵۰ جریبه دولتي ځمکه سکېچ او په نښه شوه

کابل، د زمري ۵مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په لغمان کې د زرګونه جریبه دولتي ځمکو د سکېچ او په نښه کولو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د لغمان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه شاوخوا (۲۱۵۰) جریبه دولتي ځمکه په دغه ولایت کې سکېچ او په نښه شوه.

یاده اندازه ځمکه د لغمان قرغه یي ولسوالۍ په زعفران سیمه کې د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له خوا سکېچ او په نښه شوه.

په ورته وخت کې شاوخوا اووه (۷) جریبه دولتي ځمکه چې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند ترې کلي کې دوه قومونو نیولې وه، د دوی له تصرف خلاصه او بېرته یې د دولتي کړه.

د یادولو وړ ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې پیل کړي، چې په بېلا بېلو ولایتونو کې دولتي غصب شوې ځمکې بېرته را وګرځوي او د ګټورې او اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره یې چمتو کړي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته