خبرونهټولنهروغتیا

په لغمان کې (LSD) ویروسي ناروغي د خورېدو په حال کې ده

کابل، د زمري ۲ مه، باختر

په لغمان ولایت کې د (LSD) ویروسي ناروغۍ پېښې د زیاتیدو په حال کې ده. (LSD) د څارویو د پوستکي یوه ناروغي ده، چې د زیات شدت له امله یې پرې اخته مالونه مري.

په لغمان ولایت کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علي زاده باختر اژانس ته یوې مرکه کې وویل چې (LSD) ناروغي له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راغلې چې اوس پرې لغمان کې هم ګڼ څاروي اخته شوي دي.

ډاکټر وایي چې دغه ناروغي یوه ویروسي ناروغي ده چې د بېلابېلو حشراتو له لارې له یوه مال څخه بل ته انتقالېږي، تر ډېره میخې، غواګانې او پسونه پرې اخته کېږي، هغه وایي کله چې مال پر دې ناروغۍ اخته شي په غاړه او د پوستکي لاندې یې غوټې پیدا کېږي، خوراک نه کوي چې همدا یې د مړینې سبب ګرځي.

ډاکټر جواد وویل چې د دې ناروغۍ لومړۍ پېښه قرغیو ولسوالۍ کې ثبت شوې ده چې له هغې وروسته یې مرکز مهترلام، الیشنک او الینګار ته هم سرایت وکړ او لا هم د زیاتیدو په حال کې ده، خو خوشبختانه چې لغمان کې یې مړینه یوازې له (۱-۴) سلنه ده.

د نوموړي په وینا “مالداران باید د دې ناروغي څخه د خلاصون په موخه پر همدې ناروغۍ اخته مالونه له روغو لرې وساتي، ښه خوراکونه ورکړي او واکسین ورته تطبیق کړي چې د امراضو پر وړاندې مقاومت ولري، خو دغه ناروغي انسانانو ته کوم زیان نه شي رسولی خلک کولای شي د مالونو له شیدو مستو استفاده وکړي”

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته