امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر دغبرګولې  اتمه :     
اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانوسره په  جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه پرون له غرمې مخکې دډيورند کرښې ته څېرمه  هغه وخت ونښته چې يوه ډله طالبان  له کرښې  څخه په تيريدو سره د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان يرغل وکړ.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه يرغلګر ووژل شول.
ده وويل: دغه يرغلګر د ډيورنډ له کرښې څخه په اوښتو سره د افغان پوځيانو  د سپرلۍ په کاروان  بريد وکړ.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې: امنيتي مامورينو د قندهار ولايت  له ګڼ ميشتو لارو څخه  شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو دوه ديپوګانې په قندهار ولايت کې کشف شوې .
له دغو ډيپوګانو څخه چې په ارغنداب ولسوالۍ کې کشف شوه؛ يو شمېر سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکو توکي ترلاسه شول.
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته